اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې په ??وډ??شل كمېشن كښې به د پارليماني غړو په شمول چيف جستس او د سپريم كورټ څلور سينئر ججان شامل وي٬ د آئيني بېنچونو د تشكيل كولو اختيار به هم ??وډ??شيل كمېشن ته وركولے شي ، چیف جسټس به په درې تر ټولو زيات سينئر ججانو كښې د??ې كالو لپاره تعينات كولے شي٬ د جمعيت علماﺀ اسلام د 5 بدلونونو ملاتړ كوؤ۔ وفاقی وزیر د اتوار په ورځ د سينيټ غونډې ته د 26 م آئيني بدلون تحريك وړاندې كولو څخه وروستو ايوان ته د بدلون په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل دا هم هغه مسوده ده كومه چې خصوصي پارليماني كمېټۍ منظوره كړې وه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل په ??وډ??شل كمېشن كښې به د چيف جسټس په شمول څلور تر ټولو زيات سينئر ججان او څلور پارليماني غړي شامل وي او د آئيني بېنچ غړي به هم د كمېشن برخه وي۔ د هائيكورټ په چارو كښې به د صوبو نمائندګي هم كولې شي۔ ده ووئيل د آئين آرټیکل 175 اے كښې د بدلون كولو پرېكړه شوې ده۔ ده دا هم ووئيل چې په دې بدلون كښې د چیف جسټس موده د??ې كاله مقرر كړې شوې ده او د چيف جسټس د غوره كولو اختيار وزيراعظم پارليمنټ هاؤس ته وركړے دے۔ وفاقي كابينې په متفقه توګه دد?? مسودې منظورې وركړې ده ??و هڅه شوې ده چې په اعلی عدالتونو كښې د ججانو په تعينات كولو كښې سپېځلتيا رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل دا معامله آئيني عدالت څخه پېل شوې وه او د دې ذكر شهيدې بې نظير بھټو او مياں نواز شريف هم كړې ؤ۔ ده ووئيل د جے يو آئي ف سېنېټر کامران مرتضیٰ به دې كښی 5 بدلونونه وړاندې كړي۔ په دې سلا يوه شوې ده۔ په دې كښې د اسلامی نظریاتی کونسل ،وفاقی شرعی عدالت او سود په اړه بدلونونه شامل دي۔ ده ووئيل اولس ته آسان او فوري انصاف رسولو له دې دا بل منظور كړې شي۔
Nguồn bài viết : Lịch thi đấu bóng đá