لاهور۔23دسمبر(اے پ?? پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن مح??ن نقوی د سوئيلي افريقا په ضد په ون ډے سيريز كښې په وائټ واش كولو پاكستانۍ لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ د جاري شوي بيان له ??خې ده ووئيل پاكستانۍ لوبډله اولنۍ لوبډله ده كومې چې د سوئيلي افريقا په خاوره په ون ډے سيريز كښې د درې واړه مېچونو په ګټلو وائټ واش كړے دے۔ قامي لوبډلې ته د سوئيلي افريقا په وائټ واش كولو د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل دا په زړه پورې كاميابي د ټيم ورك نتيجه ده۔ د پي سي بي چيئرمېن مح??ن نقوي ووئيل صائم ايوب يو وارې بيا سنچري سكور كولو سره په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل رضوان او بابر هم ښه بېټنګ وكړو۔ دغسې سفیان مقیم په ښه بال كولو د قام زړه وګټلو۔ د مح??ن نقوي وېنا وه چې ټولې لوبډلې په سريز كښې ا??تماد ٬ جذبې او خوارۍ سره لوبه وكړه۔ ده ووئيل دې بريا سره به د لوبډلې مورال لوړ شي او چیمپئنز ټرافۍ كښې به كه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې غوره كاركردګي څرګنده كړي۔
Nguồn bài viết : XSMT