اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ټېکس په غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ککړ شوګر ملز مالکان?? په ضد د سختې قانوني کاروايۍ هدايت كولو سره وئيلي دي چې د چ??ن?? په نرخونو کښې زياتوالے به په هيڅ صورت زغملے نه ش??۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اېف بي آر ٬ اېف آئي اے او آئي بي ته د چ??ن?? په خرڅولو كښې د ټېكس غلا ٬ بې سنده خرڅولو ا?? په نرخونو كښې د زياتوالي مخنيوي لپاره په ګډه د كارروايۍ كولو هدايت كړے دے ا?? په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے شوے دے۔ وزيراعظم اېف بي آر، آئي بي او اېف آئي اے ته هدايت کړے دے چې په شوګر سېكټر كښې دې د سېلز ټېكس غلا مخنيوې باوري كړې ش??۔ د ګني کرشنګ سيزن پېل كېدونكے دے ٬ شوګر ملونو او ډيلرانو څخه دې د جي اېس ټي 100 في صد وصولي هم باوري كړې ش??۔ د بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت په شوګر ملونو كښې د كېمرو لګولو پرېكړه شوې ده چې ورسره به د چ??نو د ذخيره كولو مخنيوي وشي ا?? په نرخونو كښې به توازن پاتے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ټېكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكان?? په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ وزیراعظم د شوګ?? سټه مافيا په ضد هم د سختې كارروايۍ كولو هدايات جاري كړې دي٬ دغسې وزيراعظم د سټیل، سګرېټ، سیمنټ او مشروبات?? په شمول په نورو څانګو كښې هم د دې ډول اقداماتو كولو هدايت كړے دے
Nguồn bài viết : FTG Điện Tử