اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي)د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او س??فران وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د پي ټي آ??ي د اېس سي او مشرانو غونډي په موقع د احتجاج اعلان د هېواد دښمنۍ ثبوت دے،په دې كښې كومه بله خبره نشته چې د پي ټي آ??ي ايجنډا د پاکستان مخالف ده۔د خالي په ورځ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د شنګھائي مرستي تنظيم غونډي په موقع د پي ټي آ??ي د اړخه د احتجاج په اعلان خپل غبرګون كښې ووئيل اېس سي او مهمي غونډي په موقع د احتجاج اعلان د پي ټي آ??ي عزائم څرګندوي۔اميرمقام ووئيل پي ټي آ??ي يو ځل بيا خپل اصل مخ ښكاره كوي،پاکستان لپاره د شنګھائي مرستي تنظيم غونډه لوئ اهميت لري۔ده ووئيل هغوي د نړۍ په وړاندې د پاکستان كوم تشخص وړاندې كول غواړي ؟ وړاندې ئې د چين صدر دوره ملتوي کړې اوس د اېس سي او غونډي ته زيان رسول غواړي،هيڅ صورت كښې به د په دې موقع احتجاج كولو اجازه نه شي وركولې،د احتجاج اعلان ?? غندني ??ړ او افسوس وړ خبره ده۔ده ووئيل احتجاج او جلسے جلوس بل وخت هم كيدے شي،عمراني فتنه بهرنۍ ايجنډا په هېواد كښې هر وخت د انتشار خپرولو هڅه كوي۔
Nguồn bài viết : tin nhanh bóng đá